د امریکا مرستیال ولسمشر جیډي ونس څرګنده کړې چې له ایران سره د توافق په لاره کې روانې خبرې اترې «پېچلې او له ننګونو ډکې» دي او دې پروسې ته وخت ته اړتیا لري. ونس چې د ایران او امریکا ترمنځ د ۴۰ ورځنۍ جګړې وروسته د خبرو اترو په بهیر کې د امریکا د مرکچي پلاوي مشري کوي، دغه څرګندونې له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې وکړې.
هغه وویل، «ایرانیان په مذاکراتو کې ډېر سخت دي» او د ایران حکومتي تشکیلات هم د داخلي اختلافونو سره مخ دي. ونس د خبرو په اړه وویل: "زموږ دنده دا ده چې له دې شرایطو څخه په بریالیتوب تېر شو او د امریکا خلکو او د متحده ایالاتو ولسمشر لپاره غوره پایله ترلاسه کړو."
جیډي ونس همدارنګه وویل چې د تېلو بیې به بالاخره راټیټې شي او ایران به هېڅکله هم اټومي وسله ترلاسه نهکړي. هغه ټینګار وکړ چې امریکا به په دې پروسه کې په لا پیاوړي دریځ کې وي.
د ونس په وینا، د ایران سره د خبرو اترو پروسه د پیچلتیاوو او چیلنجونو سره مخ ده، چې د دواړو لورو ترمنځ د تفاهم لپاره اړین وخت ته اړتیا لري. هغه د دې خبرې پخلی وکړ چې د مذاکراتو په ترڅ کې د ایران د حکومت داخلي اختلافات هم د خبرو اترو په بهیر کې خنډونه رامنځته کوي.
د امریکا مرستیال ولسمشر د دې خبرې په ترڅ کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه هم اندیښنې څرګندې کړې او د دې لپاره یې د امریکا د موقف پیاوړتیا ته اشاره وکړه.
سرچینه: Azadi Radio Pashto NEWS