د ملګرو ملتونو د بشري مرستو هماهنګي دفتر (اوچا) په افغانستان کې وايي چې په روان کال کې ۲.۷ میلیون کسان چې افغانستان ته راستنې شوي، عاجل بشري مرستو ته اړتیا لري.
اوچا په دې اړه ویلي چې راستنېدونکي د افغانستان په لور د راستنېدو سره نوې ژوند پیلوي او د خوندیتوب سرپناه، د ژوند د تېرولو لپاره وسایل، زده کړې او صحي خدماتو ته عاجل مرستو ته اړتیا لري.
سازمان ملل متحد همدارنګه ویلي چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې، شاوخوا ۶ میلیون افغانان له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته راستنیدلي دي. دا راستنېدونکي د خپلو نوو ژوندونو د پیل لپاره د بشري مرستو په لټه کې دي.
د اوچا د راپور له مخې، د راستنېدونکو د مرستې لپاره د بشري مرستو اړتیا په زیاتیدو ده، ځکه چې د دې کسانو لپاره د ژوند شرایط خورا سخت دي. د سرپناه نشتوالی، د کار موندلو ستونزې، او د صحي خدماتو کمښت د دې راستنېدونکو لپاره لویې ننګونې دي.
د بشري مرستو نړیوالې ادارې په دې اړه خبرداری ورکړی چې که چیرې عاجل مرستې ونه شي، نو د دې کسانو ژوند به لا هم سخت شي او د بشري بحران د لا زیاتیدو خطر شته دی.
سرچینه: Azadi Radio افغانستان