سان لی، د چین موقتي استازی په ملګرو ملتونو کې، د تروریزم په اړه د امنیت شورا په ناسته کې د نړیوالې ټولنې نه غوښتنه وکړه چې د افغانستان اقتصاد بیا راژوندی کړي او د خلکو ژوند ښه کړي، تر څو د تروریزم د رامنځته کېدو لاملونه له منځه لاړ شي.
هغه ټینګار وکړ چې د تروریزم سره د مبارزې وضعیت ته باید ځانګړې پاملرنه وشي. سان لی وویل چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور ښیي چې په افغانستان کې میشت تروریستي ډلې لا هم د دې هیواد او د هغې ګاونډیو لپاره جدي ګواښونه دي.
د چین استازي وویل چې په افغانستان کې میشت تروریستي ډلې، په ځانګړي توګه داعش خراسان، د سرحدونو نه هاخوا د بریدونو لپاره خپل توان زیاتوي. هغه زیاته کړه چې چین له افغان چارواکو غوښتنه کوي چې د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي او د افغانستان په ټولو تروریستي ډلو باندې قاطع اقدامات وکړي، تر څو دغه هیواد بیا د تروریزم د پنا ځای او د روزنې مرکز نه شي.
سان لی وویل: "نړیواله ټولنه باید افغانستان ته د اقتصاد د بیا راژوندۍ او د خلکو د معیشت د ښه کولو لپاره مرسته وکړي، تر څو د تروریزم د رامنځته کېدو لاملونه له منځه لاړ شي."
هغه همدارنګه وویل چې چین د مرکزي آسیا هیوادونو او سیمه ییزو سازمانونو، لکه د شانګهای د همکارۍ سازمان، سره د تروریستي ګواښونو په وړاندې د همکارۍ د پراختیا ملاتړ کوي. تامی بروس، د امریکا مرستیال استازی په ملګرو ملتونو کې هم په دې ناسته کې وویل چې د داعش خراسان ګواښ په افغانستان کې دوام لري او دغه ډله د بې ثباتۍ نه ناوړه ګټه اخلي.
سرچینه: روزنامه اطلاعات روز