د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ترهګرۍ په اړه یوې غونډې کې، د امریکا د استازي مرستیالې، ټامي بروس، څرګنده کړه چې په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې ګواښ لا هم موجود دی او دغه ډله د بېثباتۍ څخه ناوړه ګټه اخلي.
بروس وویل چې د داعش، القاعدې او د دې ډلې اړوندو څانګو سره مبارزه د امریکا د متحده ایالاتو له مهمو لومړیتوبونو څخه ده. هغې زیاته کړه: "دا ډلې لا هم له بېثباتۍ څخه ګټه اخلي. د بېلګې په توګه، د ساحل په سیمه کې د القاعدې نفوذ پراختیا، په افریقا کې د داعش زیاتېدونکی تمرکز، او په افغانستان کې د داعش خراسان د ګواښ دوام، دا حقیقت څرګندوي."
دې امریکایي ډیپلوماتې خبرداری ورکړ چې د ترهګرو ډلو لخوا د سپوږمکۍ مخابراتو، مصنوعي ځیرکتیا، بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) او ډیجیټلي اسعارو په کارولو کې زیاتوالی د امنیتي ګواښونو بڼه لا پېچلې کړې ده. دې حالت د غړو هېوادونو او خصوصي سکټور له لوري لا ډېرې هوښیارۍ او همغږۍ ته اړتیا لري.
بروس له ټولو غړو هېوادونو او ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه چې د ترهګرۍ ضد مبارزې پر اساسي او عملي لومړیتوبونو تمرکز وکړي او د محسوسو پایلو ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړي. په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ د بېلابېلو هېوادونو ګډه اندېښنه بلل کېږي.
په همدې حال کې، طالبان د هېواد په دننه کې د ترهګرو ډلو شتون ردوي او وایي چې د افغانستان خاوره د هېڅ بل هېواد پر ضد د ګواښ لپاره نه کارول کېږي. طالبان ادعا کوي چې د داعش خراسان ډله یې په افغانستان کې ځپلې ده، خو د دې ډلې لخوا ترسره شوي بریدونه لا هم دوام لري. په دې وروستیو کې، د داعش خراسان څانګې د بدخشان ولایت د طالبانو د یوه چارواکي د ترور مسؤلیت هم منلی دی.
سرچینه: روزنامه اطلاعات روز پښتو