نن ورځ، جرمني محکمه د افغان مهاجر فرهاد ن. په اړه حکم صادر کوي چې د مونیخ په ښار کې یې د موټر په واسطه حمله کړې وه. دغه حمله په تېر کال کې ترسره شوه چې په ترڅ کې یې یوه دوه کلنه نجلۍ او د هغې ۳۷ کلنه مور ژوند له لاسه ورکړ. په دې پېښه کې ګڼ شمېر نور کسان هم ټپیان شول.
د سارنوالۍ له خوا ویل شوي چې دغه ۲۵ کلن سړی د مذهبي انګېزې له مخې خپل موټر د کارګرانو د اتحادیې په مظاهره کې چلولی و. سارنوالۍ د هغه د سختې سزا غوښتنه کړې، چې په کې د حبس ابد او ځانګړو محدودیتونو غوښتنه شوې تر څو د هغه د ژر ازادیدو مخه ونیول شي.
دا حمله د جرمني د سراسري انتخاباتو په درشل کې شوې وه، په داسې حال کې چې مونیخ د امنیتي کنفرانس د ترسره کولو لپاره تیاری نیوه. جرمني چارواکي باور لري چې متهم د حملې نه وړاندې د افراطي محتوا له لارې په انټرنیټ کې تندرو شوی، خو هغه د کوم سازماني تروریستي ډلې غړی نه و.
د هغه مدافع وکیلانو غوښتنه کړې چې فرهاد ن. دې ته یوه رواني درملنې مرکز ته ولېږدول شي، مګر د محکمې متخصصینو تشخیص کړی چې د هغه رواني ستونزې دومره جدي نه دي چې د هغه د جزا مسئولیت کم کړي. فرهاد ن. په ۲۰۱۶ کال کې، په ۱۵ کلنۍ کې، بې له کوم ملګري جرمني ته راغلی و.
سرچینه: Azadi Radio افغانستان