د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فائو) په تازه خبرتیا کې ویلي چې د کرنیزو سرو بیو لوړیدل به په ۲۰۲۷ کال کې د افغانستان د غنمو حاصلات له جدي ګواښ سره مخ کړي. دغه سازمان نن (پنجشنبه، ۱۵ د زمري) په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې چې د منځني ختیځ د کړکېچ له امله په نړیوالو بازارونو کې رامنځته شوې ګډوډۍ د کیمیاوي سرو بیې په بې‌سارې توګه لوړې کړې دي.

فائو زیاته کړې چې دا وضعیت د افغانستان د بزګرانو لپاره درنې پایلې لرلای شي، ځکه د دې هېواد په کم‌حاصله ځمکو کې د غنمو تولید د ډای‌امونیم فاسفیټ (DAP) او یوریا سرو په کافي کارونې پورې تړلی دی. د دې ادارې په وینا، ژمني غنم د افغانستان تر ټولو مهم خوراکي محصول دی او د هېواد د کیمیاوي سرو له کلنۍ اړتیا څخه تر دوو پر درېیمه ډېره برخه مصرفوي.

فائو خبرداری ورکړی چې د بیو لوړیدل ممکن بزګران دې ته اړ کړي چې د کیمیاوي سرو کارول کم کړي یا د کرنې لپاره ځمکې راکمې کړي، چې دا به د غنمو تولید کم کړي او د کورنیو خوراکي توکو ته لاسرسی محدود کړي. دا وضعیت به د هغو کورنیو لپاره چې له مخکې اقتصادي ستونزې لري، تر ټولو زیاتې اغېزې ولري.

د فائو استازي، ریچارډ ټرنچارډ، ویلي چې د افغانستان بزګران د یوې سختې وچکالۍ وروسته د ښه کرنیز فصل لپاره چمتو دي، خو د کیمیاوي سرو بیو لوړیدل دا فرصت له ډېرو کورنیو څخه اخلي. هغه زیاته کړې چې د کیمیاوي سرې په بازار کې شته، خو ډېری بزګران یې د اخیستو توان نه لري.

د نیمروز ولایت بزګرانو د پورونو د کموالي او د سرې د نه شتون شکایت کړی دی. فائو ویلي چې د ۶۰۰ زره کورنیو لپاره د اصلاح شویو غنمو د تخمونو او کیمیاوي سرو د برابرولو لپاره ۳۸.۳ میلیونه ډالرو بودجې ته اړتیا لري. دغه سازمان اعلان کړی چې خپلې مرستې به د هدفمنو سبسایډیو او د خصوصي سکټور د عرضه کوونکو په همکارۍ وړاندې کړي.

د فائو د معلوماتو له مخې، تر اوسه له ۱۰۰ زرو څخه ډېر بزګران په دې پروګرام کې ثبت شوي دي. که چیرې د سپټمبر تر نیمایي پورې بودجه برابره شي، بزګران به د کرنې د فصل لپاره اړین تخمونه او سرې پر وخت ترلاسه کړي. فائو خبرداری ورکړی چې د غنمو تولید د زیاتوالي لپاره د اصلاح شویو تخمونو، کافي کیمیاوي سرو او مناسبو کرنیزو طریقو ګډ استعمال اړین دی.

سرچینه: روزنامه اطلاعات روز پښتو

د خبر د نور تفصیل لپاره دلته کلیک کړئ
خبر شریک کړئ