د خوست ولایت محلي منابع وایي چې احسان سعادت، یو ټولنیز فعال، څلور ورځې مخکې د طالبانو د استخباراتو له خوا په خوست ښار کې نیول شوی دی.

یوې سرچینې د معلومات روز سره په خبرو کې ویلي چې احسان سعادت د "جنبش تحفظ پشتون" ملاتړ کوونکی دی. دغه جنبش د دیورند د کرښې پر هغه طرف د پښتونانو د ملاتړ لپاره فعالیت کوي.

سرچینه زیاتوي چې تر اوسه د احسان سعادت د نیولو دلیل روښانه نه دی، او د طالبانو استخبارات هم د هغه کورنۍ ته په دې اړه کومه وضاحت نه دی ورکړی.

نورې سرچینې هم وایي چې احسان سعادت مخکې له دې دوه ځله د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی و. د سرچینې په وینا، احسان سعادت په خوست ښار کې د انګلیسي ژبې په یوه تعلیمي مرکز کې کار کوي.

طالبان اکثره وخت د خلکو نیول بې له کوم دلیل او وضاحت سره ترسره کوي، او هغوی د ورځو او میاشتو لپاره بندي کوي. دا ډول کړنې د خلکو تر منځ د ویرې او بې باوري فضا رامنځته کوي، چې د بشري حقونو د سرغړونو په توګه ګڼل کیږي.

سرچینه: روزنامه اطلاعات روز

د خبر د نور تفصیل لپاره دلته کلیک کړئ
خبر شریک کړئ