د رویترز خبري اژانس د درېو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د ایران او عمان ترمنځ د هرمز تنگي په اړه وړاندیز شوی توافق، د دې تنگي په اوبو کې د کښتيو کنترول تهران ته ورکوي.
یو ایرانی سرچینه او دوه سیمه ییز چارواکي د دې توافق په اړه د رویترز سره خبرې کړي دي. د رویترز په وینا، د هرمز تنگي کنترول د ایران لپاره تر ټولو لوی امتیاز دی چې تر اوسه ورکړل شوی دی. امریکا تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.
د امریکا پخوانی ولسمشر دونالد ټرمپ مخکې ویلي و چې د هرمز تنگي د بیا پرانیستلو توافق نږدې دی. امریکایي چارواکو څو ځله ټینګار کړی چې د نړۍ د مهم ترین تجارتي لارې په کنترول کې د ایران سره موافقه نه شي.
رویترز لیکي چې د ایران لپاره د تنگي د عبور او مرور اختیار ورکول، دا څرګندوي چې د امریکا او اسرائیل لخوا په فبرورۍ کې پیل شوې جګړه د تهران په ګټه د سیمه ییزو قدرتونو توازن کې لوی بدلون راوستی دی. د جګړې نه مخکې، تنگی د ټولو کښتيو لپاره پرته له کومې فیسه آزاد و.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د عمان سره په مذاکراتو کې د "قابل توجه پرمختګ" خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د خلیج فارس ته د راتلونکو او تلونکو کښتيو تګ راتګ به د ایران له اوبو څخه وي.
د هرمز تنگي شمالي او جنوبي کانالونه د ایران او عمان په ساحلونو کې موقعیت لري. رویترز د ایران له خوا د خلیج فارس هېوادونو ته د امریکا د حملاتو په اړه خبرداری هم ورکړی دی. د پنځو سرچینو په حواله، ایران د خلیج فارس هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې که امریکا د ایران پر خاورې حمله وکړي، نو د انرژۍ مهمو زیربناوو ته به تلافی وکړي.
سرچینه: روزنامه اطلاعات روز