د رویټرز خبري اژانس د درېیو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د ایران او عمان ترمنځ د هرمز تنګي په اړه وړاندیز شوی تړون، د دې سمندري لارې د بېړیو د تګ راتګ کنټرول ایران ته وسپاري. د ایران یوه سرچینه او دوه سیمه‌ییز چارواکي د دې تړون د جزیاتو په اړه له رویټرز سره خبرې کړي دي.

د راپور له مخې، د هرمز تنګي کنټرول ایران ته سپارل، تهران ته یو ستر امتیاز ګڼل کېږي. تر اوسه پورې د امریکا متحده ایالاتو د دې وړاندیز په اړه کوم رسمي نظر نه دی ورکړی. ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې ویلي وو چې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره یو تړون نږدې شوی دی. امریکايي چارواکو څو ځله ټینګار کړی چې د نړۍ د انرژۍ د تر ټولو مهمې لارې د کنټرول په اړه د ایران له واکمنۍ سره موافقه نه شي کیدلی.

که چېرې دا تړون عملي شي، نو دا به د دې مانا ولري چې د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا او اسرائیل له خوا پیل شوې جګړه، د سیمې د ځواک انډول د تهران په ګټه بدل کړی دی. د جګړې تر پیل مخکې، هرمز تنګی د ټولو بېړیو لپاره پرته له کوم فیس څخه ازاد و. د ایران د بهرنیو چارو وزارت د عمان سره په خبرو کې د "د پام وړ پرمختګ" خبر ورکړی او ویلي یې دي چې خلیج فارس ته داخلېدونکې او له هغه څخه وتونکې ټولې بېړۍ به د ایران له اوبو څخه تېرېږي.

د هرمز تنګي شمالي او جنوبي سمندري لارې د ایران او عمان د سواحلو ترمنځ موقعیت لري. رویټرز د خپلو سرچینو په حواله لیکي چې ایران د خلیج فارس هېوادونو ته د امریکا د احتمالي نورو بریدونو په اړه خبرداری ورکړی دی. ایران ویلي چې که امریکا یو ځل بیا پر ایراني خاوره برید وکړي، نو تهران به د سیمې د انرژۍ پر مهمو زیربناوو غچ اخیستونکي بریدونه وکړي.

سرچینه: روزنامه اطلاعات روز پښتو

د خبر د نور تفصیل لپاره دلته کلیک کړئ
خبر شریک کړئ