د "آزادي جبهه" وايي چې د دې جبهې او طالبانو ترمنځ په بدخشان ولایت کې د زیباک ولسوالۍ په نوې جګړه کې پنځه طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د دې جبهې په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې جګړه نن د چهارشنبې په ورځ (۱۴ اسد) د ماسپښین وروسته پیل شوه او څلور ساعته یې دوام وکړ.
"آزادي جبهه" زیاتوي چې دا جګړه د طالبانو د بریدونو په وړاندې د دې جبهې د دفاعي پوستو او سنگرونو پر وړاندې شوې او د طالبانو د شاتګ او تلفات سبب شوې ده. جبهه وايي چې په دې جګړه کې د دوی ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
د "آزادي جبهه" د طالبانو پر وړاندې په زیباک بدخشان کې د دوو اونیو راهیسې عملیات پیل کړي دي. دا جبهه یوه ورځ وروسته له دې چې خپل عملیات پیل کړل، ادعا وکړه چې ۲۱ طالبان یې وژلي او ۳۵ نور یې ټپیان کړي دي.
طالبان هم د زیباک ولسوالۍ په لومړنۍ جګړه کې د ګډون تایید کړی، خو د پېښې په اړه یې مختلف روایت وړاندې کړی. د طالبانو "۲۱۹ عمر ثالث" فرقه وايي چې جګړه په "توپ خانه" سیمه کې شوې او په کې پنځه "بغاوتګر" چې له شاه سلیم چترال پاکستان څخه راغلي وو، وژل شوي، او پاتې یې بیا چترال ته تښتیدلي دي. طالبان د "آزادي جبهه" سره د جګړې دوام تر اوسه نه دی تایید کړی.