تامی بروس، د امریکا د متحده ایالاتو مرستیال استازی په ملګرو ملتونو کې د تروریزم په اړه د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د داعش خراسان ګواښ لا هم دوام لري او دغه ډله د بی ثباتۍ څخه ګټه اخلي.
بروس زیاته کړه چې د داعش، القاعده او د دې ډلې اړوندې څانګو سره مبارزه د متحده ایالاتو له مهمو لومړیتوبونو څخه ده. هغه وویل: "دا ډلې لا هم د بی ثباتۍ څخه ګټه اخلي؛ لکه څنګه چې د القاعده نفوذ په ساحلي سیمه کې، د داعش د نفوذ زیاتوالی په افریقا کې او د افغانستان کې د داعش خراسان د ګواښ دوام، دا حقیقت څرګندوي."
دغه امریکایي دیپلمات خبرداری ورکړی چې د تروریستي ډلو لخوا د سپوږمکۍ اړیکو، مصنوعي هوښیارۍ، بې پیلوټه الوتکو او ډیجیټل اسعارو د زیاتېدونکي کارونې له امله د ګواښونو منظرې لا پیچلې شوې دي، چې د غړو هیوادونو او خصوصي سکتور لپاره د لا زیاتې هوښیارۍ اړتیا لري.
بروس د ټولو غړو هیوادونو او ملګرو ملتونو څخه غوښتنه وکړه چې د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په مهمو او عملي لومړیتوبونو تمرکز وکړي او د ملموسو پایلو ترلاسه کولو هڅه وکړي.
په افغانستان کې د تروریزم ګواښ د هیوادونو لپاره یوه ګډه اندیښنه ده. په داسې حال کې چې طالبان د هیواد په دننه کې د تروریستي ډلو شتون ردوي او وایي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد لپاره ګواښ نه ده. طالبان ادعا کوي چې د داعش خراسان ډله په افغانستان کې سرکوب شوې، خو د دې ډلې لخوا ترسره شوي بریدونه لا هم دوام لري. په تازه پېښه کې، د داعش خراسان څانګې د بدخشان په ولایت کې د یوه طالب مقام د ترور مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
سرچینه: روزنامه اطلاعات روز