افغانستان د قاره ای فټسال اتلولي کې خپل لومړی پوائنټ د روسیې سره په یوه زړه پورې ۳-۳ مساوي کې ترلاسه کړ. دا لوبه د ټورنمنټ له تر ټولو هیجان انګیزو لوبو څخه وه. افغانستان په دې چټکه او تندې لوبه کې د روسیې پر وړاندې د پام وړ عزم وښود. روسیې څو ځله مخکښۍ ترلاسه کړه، خو افغانستان هر ځل د هغوی ځواب ورکړ او لوبه یې ژوندۍ وساتله. افغان لوبغاړو د خپل درېیم ګول په وهلو سره ۳-۲ مخکښۍ ترلاسه کړه، خو روسیې بیا مساوي ګول ووهلو او لوبه یې ۳-۳ ته ورسوله.

دواړو ټیمونو د ګول وهلو لپاره ګڼ شمېر فرصتونه رامنځته کړل او د فټسال د حمله یي لوبې یوه خوندوره ننداره وړاندې کړه، چې د لوبې په اوږدو کې د مینه والو پام یې ځان ته راجلب کړ. دا مساوي د افغانستان لپاره یوه مهمه پایله ده، په ځانګړي توګه وروسته له دې چې په لومړۍ لوبه کې د کوربه تایلینډ پر وړاندې ۶-۱ ماته وخوړه او د ویتنام پر وړاندې یې هم ۲-۱ ماته تجربه کړه. د روسیې پر وړاندې ترلاسه شوی سخت پوائنټ د افغانستان د ټیم د زغم او د اتلولي په اوږدو کې د هغوی د باور د زیاتیدو نښه ده.

افغانستان به په خپل راتلونکي لوبه کې چې نن (پنجشنبه) ترسره کیږي، د نیوزیلینډ سره مخ شي.

سرچینه: Ariana NEWS

د خبر د نور تفصیل لپاره دلته کلیک کړئ
خبر شریک کړئ