د هرات یو شمېر ښځو په افغانستان انټرنشنل کې څرګنده کړې چې د طالبانو لخوا د ښځو د پوښښ په اړه د سختو محدودیتونو له امله یې ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ دی. دوی وایي، د نیول کېدو ویره یې اړ کړې چې په کورونو کې بند پاتې شي، چې له دې امله بازارونه هم خالي شوي دي. ښځې وايي چې حتی د بشپړ حجاب په اغوستلو سره هم ځان خوندي نه احساسوي او د طالبانو د سختو قوانینو له امله د دوی د ژوند کیفیت خورا ټیټ شوی دی.
پښتو
د هرات ښځې؛ د طالبانو د سختو محدودیتونو تر سیوري لاندې ژوند
سرچینه: افغانستان انترنشنل