د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګنده کړې چې د دوی حکومت له هېڅ هېواد سره، په ځانګړي توګه له پاکستان سره د کړکېچ دوام نه غواړي. هغه وویل چې دوی هڅه کوي چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ اړیکې بېرته عادي حالت ته راولي.
مجاهد د دې خبرې په ترڅ کې ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه والی د سیمې د ثبات لپاره مهم دی. هغه زیاته کړه چې د طالبانو حکومت د دې لپاره هڅې کوي چې د اړیکو د سمون په لاره کې ګامونه پورته کړي.