د بدخشان ولایت د یفتل پایین ولسوالۍ په اتفاق بازار کې نن ورځ د ځایي اوسېدونکو او طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوه.
ځايي سرچینې وایي چې دغه نښته د دې امله پیل شوه چې طالبانو د یوې ښځې بدني تلاشي وکړه. د راپورونو له مخې، په دې نښته کې لږ تر لږه دوه ځایي اوسېدونکي او یو طالب وسله وال وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.
ازادي راډیو د موجوده محدودیتونو له امله نه شي کولای د دې ادعاوو او شمېرو په اړه خپلواکه تایید وړاندې کړي.