پېښور — چین پاکستان ته د دوه اربه ډالرو پور د ستنولو موده چې د روانې میاشتې په 24مه نېټه پای ته رسېدونکې وه، یو کال غځولې ده. د پاکستان د خزانې وزارت په یوه اعلامیه کې د چین له لوري د پور د ستنولو د مودې غځول تایید کړي او ویلي یې دي چې چین د پاکستان په اقتصادي ثبات او رغونه کې د همکارۍ ژمنه لري.
د خزانې وزارت څرګنده کړې چې د چین د پور موده کې د یو کال زیاتوالی به د پاکستان د بهرنیو اسعارو د ذخیرو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي. پاکستان په تېرو کلونو کې له چین څخه د پام وړ پورونه اخیستي دي. تر 2023م کال د جولای میاشتې پورې، پاکستان له چین څخه 2.4 میلیارده ډالره پور ترلاسه کړی و، چې دا پور د چین د صادراتو او وارداتو بانک (اېکس اېم) له لوري ورکړل شوی و.
د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار د جولای پر 27مه اعلان وکړ چې د دې پور د پرې کولو موده تر دوو نورو کلونو پورې غځول شوې ده. پاکستان دا پورونه په مختلفو برخو کې کارولي، په ځانګړې توګه د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز (سي پيک) په چوکاټ کې، چې په 2013 کال کې پیل شو. چین په پاکستان کې د سړکونو، رېلپټلۍ، بندرونو او بجلي ګهرونو په جوړولو کې پانګونه کړې ده.
د دې پروژو لومړنۍ ارزښت 46 میلیارده ډالره و، چې وروسته 54 میلیارده ډالرو ته لوړ شو. څېړونکي او مطبوعات وايي چې پاکستان له تېرو څو کلونو راهیسې له اقتصادي ستونزو سره مخ دی، د بهرنیو اسعارو زیرمې یې کمې شوې او د روپۍ ارزښت د ډالر په مقابل کې راټیټ شوی دی. د 2023م کال په فبرورۍ کې، پاکستان له چین څخه 700 میلیونه ډالره پور ترلاسه کړی و، چې هدف یې د بهرنیو اسعارو د زیرمو پیاوړتیا وه. د کریډیټ د درجه بندۍ نړیوالې ادارې (فِچ) د پاکستان د بهرنیو ادایګیو وضعیت ته اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی چې که د اي اېم اېف ارزونې وځنډېدې، نو د هېواد کریډیټ درجه بندي کې کمی راتلی شي. راپور کې ویل شوي چې پاکستان باید په روان مالي کال کې 22 میلیارده ډالرو نه زیات پورونه ستانه کړي، چې له دې جملې 13 میلیارده ډالر دوهاړخیز پورونه دي.
سرچینه: VoA Deewa Radio Asia