پېښور — په چین کې د روس او ایران ترمنځ د ایران د اټومي پروګرام په اړه یوه مهمه غونډه پلان شوې ده، چې په کې به دواړه هېوادونه خپل مرستیال خارجه وزیران ګډون ته واستوي. د ۲۰۲۲ کال د اوکراین د جګړې له پیل وروسته، د ایران او روس اړیکې پیاوړې شوې دي، او دواړو هېوادونو د جنورۍ په میاشت کې د ستراتیژیکې همکارۍ تړون هم لاسلیک کړی دی.
د "رایټرز" خبري اژانس د راپور له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماو نینګ ویلي چې د چین مرستیال خارجه وزیر ما زاوکسو به د دې غونډې مشري وکړي. د دې ناستې وروسته، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندو دروازو تر شا یوه غونډه هم ترسره کېږي، چې پکې به د ایران د یورانیمو د زېرمو د پراخوالي په اړه خبرې وشي.
تېره اونۍ، روسیې اعلان وکړ چې د دغه هېواد مرستیال خارجه وزیر سرګي ریابکوف له خپل ایراني سفیر کاظم جلالي سره د ایران د اټومي پروګرام په اړه د نړیوالې ټولنې په هڅو خبرې کړې دي. ایران له اوږدې مودې راهیسې د دې خبرې نه انکار کوي چې د اټومي وسلو په جوړولو کار کوي، خو د ملګرو ملتونو د اټومي څار ادارې (آي اې اي اې) خبرداری ورکړی چې ایران په چټکۍ سره یورانیم ۶۰ سلنه غني کوي.
ایران په ۲۰۱۵ کال کې له بریتانیا، چین، فرانسې، جرمني، روس او امریکا سره د "مشترک جامع عمل پلان" (JCPOA) تړون لاسلیک کړی و، چې له مخې یې د ایران اټومي پروګرام په بدل کې بندیزونه لرې کړل شول. مګر، واشنګټن د ټرمپ د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې په ۲۰۱۸م کال کې له دې تړونه ووت، او ایران هم له خپلو ژمنو څخه پر شا شو.
چین د ایران د قانوني حقونو د خوندي کولو ملاتړ کوي او د اټومي خبرو د بیا پیل غوښتنه کوي. د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د مارچ په اوومه منلې وه چې له ایران سره د اټومي تړون په اړه خبرې اترې غواړي. ایران د ټرمپ د وړاندیزونو په اړه مختلف غبرګونونه ښودلي، خو تر دې دمه روښانه نه ده چې د ټرمپ په خط کې څه غوښتنه شوې ده.
سرچینه: VoA Deewa Radio World