پېښور — چین امریکا ته خبرداری ورکړی چې که چیرې امریکا جګړه غواړي، نو دوی د دې لپاره تیار دي. دا خبرداری وروسته له دې ورکړل شو چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د چین پر ټولو وارداتو نوي تعرفې ولګولې، چې په ځواب کې چین هم د امریکايي کرنیزو محصولاتو پر وارداتو له ۱۰ تر ۱۵ سلنې تعرفې ولګولې.

ولسمشر ټرمپ تېره اوونۍ په خپل ټویټر کې ویلي و چې هغه به د راتلونکې نهې/سې شنبې په ورځ د چین پر تجارتي مالونو د ۱۰ فیصده ټیکس ترڅنګ نور ۱۰ فیصده اضافي ټیکس هم ولګوي. په واشنګټن کې د چین سفارت د سه شنبې په ورځ د ټولنیزې شبکې ایکس له لارې بیان ورکړ، چې پکې ویل شوي، "که امریکا جګړه غواړي، که هغه د تعرفو جګړه وي، یا د سوداګرۍ جګړه، موږ د دې لپاره چمتو یو."

د برتانوي خبري شبکې بي بي سي د راپور له مخې، دا د چین له لوري تر ټولو سخت دریځ دی چې له ټرمپ د ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو راهیسې څرګند شوی. دا خبرداری د چین د ملي ولسي کانګرېس د کلنۍ غونډې پر مهال ورکړل شو، چې مشران په بیجینګ کې راټول شوي وو.

د چین وزیراعظم لي چیانګ اعلان وکړ چې سږ کال به د هېواد دفاعي بودیجه ۷.۲ سلنه لوړه کړي. هغه وویل، "په نړۍ کې داسې بدلونونه روان دي چې پخوا نه و، او دا بدلونونه د پخوا په پرتله ډېر چټک دي." بیجینګ هڅه کوي چې چینایانو ته دا پیغام ورکړي چې د دوی اقتصاد د سوداګریزو جګړو د ګواښ سره سره وده کولی شي.

چین د ټرمپ له پالیسو ګټه پورته کوي، په داسې حال کې چې ټرمپ د خپلو متحدینو پر صادراتو هم تعرفې لګولي. چین نه غواړي چې خپل دریځ دومره سخت کړي چې نوي نړیوال شریکان له لاسه ورکړي. د چین وزیراعظم ټینګار وکړ چې چین به خپلې دروازې لا نورې هم پرانیستې وساتي، ترڅو نورې بهرنۍ پانګونې راجلب کړي.

چین د نړۍ دویم لوی پوځي بودیجه لري، چې شاوخوا ۲۴۵ ملیارده ډالر اټکل شوې، خو دا لا هم د امریکا تر پوځي بودیجې کمه ده. د چین د ټیکسونو کمیشن د امریکایي توکو پر وړاندې د نوې مالیې د اعلان په بیان کې وویل چې د امریکا لخوا یو اړخیز ټیرف زیاتول د نړیوال سوداګریز سازمان اصول تر پښو لاندې کوي، چې نه یوازې د امریکا د ستونزو د حل لپاره ګټور نه دی، بلکې د چین او امریکا ترمنځ عادي اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ ته هم زیان رسوي.