د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین د شورو/چهارشنبې په ورځ په ناڅاپي توګه د روس مغربي سیمې، کورسک ته لاړ. هغه هلته د خپلو عسکرو سره ولیدل او هغوی ته یې دنده وسپارله چې د اوکرایني عسکرو لخوا نیول شوې سیمه په چټکۍ سره بېرته ونیسي.

پوټین د خپلو عسکرو د روحیې لوړولو لپاره دغه لیدنه ترسره کړه او د هغوی د عملیاتو په اړه یې خبرې وکړې. هغه ټینګار وکړ چې د اوکراین په وړاندې د روسیې د پوځ فعالیتونه باید په مؤثره توګه ترسره شي. د دې لیدنې موخه د عسکرو د حوصلې لوړول او د جګړې په ډګر کې د لا زیاتې بریا ترلاسه کول و.