په جرمني کې یوې محکمې یو افغان وګړی د مونیخ ښار په یوه خونړۍ پېښه کې، چې د موټر په وسیله یې پر خلکو برید کړی و، په عمري بند محکوم کړ. دغه برید چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې ترسره شو، د یوې مور او د هغې دوه کلنې لور د وژل کېدو لامل شو او ګڼ شمېر نور کسان ټپیان شول.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د مونیخ ښار محکمې د پنجشنبې په ورځ (۱۵ د زمري) فرهاد ن. د دوو کسانو د وژنې، د ۲۳ کسانو د وژنې د هڅې او د ۲۲ کسانو د جسمي زیان اړولو په جرم مجرم وپېژاند. محکمې په دې اړه وویل چې دغه قضیه د جرم د ځانګړي شدت لرونکې ده، چې د فرهاد د راتلونکې احتمالي خوشې کېدو امکان کموي.
برید د یوې غونډې پر مهال ترسره شو، چې په ترڅ کې یې فرهاد ن. خپل میني کوپر موټر د ۱۴۰۰ کسانو پر لاریون کوونکې ډلې ورساوه. د برید په پایله کې، یوه ۳۷ کلنه ښځه او د هغې دوه کلنه لور د سر د سختو ټپونو له امله څو ورځې وروسته مړې شوې. شاهدانو ویلي چې خلک د موټر د برید له امله په چپ او ښي لوري غورځېدلي.
د محکمې اسنادو له مخې، فرهاد ن. د برید پر مهال ۲۴ کلن و او د مذهبي انګېزې له مخې یې دغه عمل ترسره کړی و. د څارنوالانو په وینا، هغه د «الله اکبر» شعار هم ورکړی و، مګر قضايي چارواکي باور لري چې هغه د هېڅ منظمې جهادي ډلې غړی نه و.
د فرهاد ن. مدافع وکیلانو غوښتنه کړې وه چې هغه د رواني ناروغیو مرکز ته ولېږدول شي، خو متخصصانو تشخیص کړی چې د هغه رواني ستونزې د جنايي مسؤلیت نه دی کم کړی. فرهاد ن. په ۲۰۱۶ کال کې جرمني ته تللی و او د هغه د پناه غوښتنې غوښتنلیک رد شوی و، مګر اجازه ورکړل شوې وه چې په جرمني کې پاتې شي.
سرچینه: روزنامه اطلاعات روز پښتو