د افغانستان والیبال فدراسیون نن (سهشنبه، ۳۰ سرطان) په داخلي رسنیو کې ویلي چې د دې هېواد د ملي ټیم د لوبغاړو ویزې غوښتنې یې څو ځله د پاکستان سفارت ته په کابل کې لیږلي، خو تر اوسه یې مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.
فدراسیون یادونه کړې چې د مرکزي آسیا والیبال سیالۍ به سبا په اسلام آباد کې د شپږو هېوادونو په ګډون پیل شي. د افغانستان د والیبال فدراسیون د دې سیالیو لپاره د لوبغاړو ویزې غوښتنې ته په کتو، د پاکستان حکومت تر اوسه هیڅ ډول مثبت ځواب نه دی ورکړی.