پېښور — پاکستاني چارواکو د امریکا د غوښتنې په اساس یو پاکستانی وګړی نیولی او عدالت ته یې وړاندې کړی دی. دغه کس د امریکایي ماشومانو نازيبا عکسونه لرل او له دې عکسونو څخه یې ناوړه استفاده کوله. د مرکزي تحقیقاتي ادارې (ایف آي اې) په وینا، د امریکایي قونسلګرۍ ځانګړي ایجنټ کرسټوفر پیټرسن د مارچ په پیل کې د دې نیول شوي تن په اړه پاکستاني چارواکو ته د اقدام غوښتنه استولې وه.
په دې غوښتنه کې ادعا شوې چې یو پاکستانی وګړی کم عمره امریکایي ماشومان بلیک میل کوي او د هغوی نازيبا تصویرونه لري. د ایف آي اې چارواکو د زیارت په ورځ عدالت ته په خپل راپور کې ویلي چې د امریکا د قونسلګرۍ له خوا د ترلاسه شوې غوښتنې تر ارزونې وروسته، د آغا سرور عباس په نوم کس د نیولو وارنټ ترلاسه شو، او نوموړی د نهې په ورځ د کراچۍ د نیو رضویه سوسایټۍ له سیمې ونیول شو.
د ایف آي اې چارواکي وایي، د نیول شوي کس له قبضې څخه مختلف ډیجیټل وسایل ترلاسه شوي، چې پکې د کم عمره امریکایي ماشومانو نازيبا تصویرونه، ویډیوګانې او ګواښونکي پېغامونه شامل دي. د ملزم د کارول شویو وسایلو د معلوماتو له تجزیې معلومه شوې چې هغه له امریکایي ماشومانو سره د ویبسایټونو، ویډیو چیټونو او ټېکسټ چیټ رومونو له لارې اړیکه درلوده.
د ایف آي اې د معلوماتو له مخې، ملزم د دغو ویبسایټونو له لارې د ماشومانو د کورونو اصلي پته معلوموله او بیا به یې هغوی ته د ویډیوګانو د خپرولو ګواښونه کول. د ایف آي اې چارواکي وایي، دا کس د پورن یا د لوڅو ویډیوګانو سایټونو ته د موادو پورته کولو کې هم ککړ و.
په عدالت کې د ایف آي اې د وړاندې شوي چالان له مخې، ملزم د چایلډ پورنوګرافۍ جرم منلی او دا یې هم تسلیم کړې چې امریکایي ماشومان یې د هغوی د نازيبا عکسونو په کارولو سره بلیک میل کړي دي. عدالت د ملزم پنځه ورځنی جسماني ریمانډ منظور کړی او د ایف آي اې تحقیقاتي افسر ته یې امر کړی چې د قضیې پلټنې ژر تر ژره بشپړې کړي.
پاکستان د چایلډ پورنوګرافۍ پر ضد سخت قوانین لري، او د دې جرم لپاره مختلفې سزاګانې ټاکل شوې دي. د کارپوهانو په وینا، که څه هم قوانین موجود دي، د شواهدو راټولولو او سزا ورکولو پروسه لا هم کمزوري ده.