پېښور — پاکستان او چین د فضایي مرستو د پراخولو او د چین د فضایي سټیشن لپاره د لومړي پاکستاني خلاباز د روزنې تړون لاسلیک کړ. د پاکستان د سرکاري راډیو د راپور له مخې، دغه تړون په اسلام‌آباد کې ترسره شو، چې په مراسمو کې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف هم ګډون درلود.

د شهباز شریف په وینا، دا تړون د چین او پاکستان ترمنځ د فضا او نورو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام دی. هغه زیاته کړه چې پاکستان غواړي د چین په همکارۍ خپل فضایي ماموریتونه پرمخ یوسي او د دې پروګرام د بریا لپاره یې ټینګار وکړ، چې دا به د پاکستاني ځوانانو لپاره نوې فرصتونه رامنځته کړي.

د فضایي څېړنو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال، د سپارکو مشر محمد یوسف خان وویل چې په اوسني وخت کې درې څارنیز سپوږمکۍ په فضا کې فعال دي او د روان کال تر پای پورې به نور څلور سپوږمکۍ هم فضا ته واستول شي، چې له دې سره به د هېواد اړتیاوې پوره شي.

محمد یوسف خان وویل چې د انسان خلایي مشن اقدام زموږ د بریا ثبوت دی او د فضایي علومو په برخه کې زموږ رول زموږ ژمنتیا څرګندوي. په دې وروستیو کې، پاکستان او چین د فضایي همکاریو د پراختیا په لور ګامونه اخیستي، چې هدف یې د پاکستان فضایي توان زیاتول او د فضایي ساینس په برخه کې ګډې پروژې پراخول دي.

چین د پاکستان د فضا د څېړنو ملي ادارې سره د سپوږمکیو جوړولو، توغولو، او د فضایي ټکنالوژۍ په پرمختګ کې همکاري کوي. د دې همکارۍ یوه مهمه برخه د چین-پاکستان د اقتصادي راهدارۍ (سیپک) تر چتر لاندې روانې پروژې دي، چې چین پکې د پاکستان د اساسي او ساینسي پرمختګ لپاره پانګونه کوي. دواړه هېوادونه د فضایي تحقیقاتو ترڅنګ د انساني فضایي ماموریتونو پر پرمختګ هم کار کوي، او د دې پروګرام یوه مهمه لاسته راوړنه دا ده چې پاکستان به د چین په مرسته خپل لومړنی خلا باز د چین فضایي سټیشن ته واستوي. د فضایي علومو کارپوهان باور لري چې د چین او پاکستان ترمنځ دا ستراتیژیکه همکاري نه یوازې پاکستان ته تخنیکي ګټه رسوي، بلکې د سیمې په کچه د فضایي څېړنو لپاره یو نوی دور هم پرانیزي.

سرچینه: VoA Deewa Radio Asia

خبر شریک کړئ