د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي چې که ایران د هرمز تنګی ژر تر ژره بېرته خلاص نه کړي، نو له سختو پوځي بریدونو سره به مخامخ شي.
ټرمپ د فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل چې که ایران له نوې احتمالي هوکړې څخه پر شا شي، نو "ډېر سخت ګوزار" به وویني. هغه ټینګار وکړ چې ایران باید هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.
د اکسیوس ویب پاڼې د سیمه ییزو او امریکایي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د ایران او عمان ترمنځ د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره د ۶۰ ورځنۍ موافقې د وروستي کېدو امکان شته. واشنګټن هیله لري چې دغه موافقه د چهارشنبې په ورځ اعلان شي.
د امریکا د خزانې وزیر هم مخکې ویلي وو چې امکان لري تر چهارشنبې پورې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو او د وضعیت د عادي کولو لپاره یوه هوکړه وشي.
د هرمز تنګی د نړۍ د تېلو د لېږد یوه مهمه سمندري لار ده، چې له شخړو مخکې د نړۍ شل سلنه تیل له همدې لارې تیریدل.