د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه تازه څرګندونه کې ویلي، چې غیرقانوني کډوالي او د انرژۍ پالیسۍ هغه دوه اساسي عوامیل دي چې اروپا یې له جدي ستونزو سره مخ کړې ده.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو سره په خبرو کې ټینګار وکړ، چې اروپایي هېوادونه باید د غیرقانوني کډوالۍ د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي. هغه وویل، دا مسله نه یوازې د اروپا بلکې د نړیوالو امنیت ته هم ګواښ دی.

د ولسمشر ټرمپ د دې څرګندونو په ترڅ کې، د بریتانیا د اصلاح ګوند نوې طرحه هم د فرانسې له مخالفت سره مخ شوې، چې د کډوالو د ستونزو حل لپاره یې وړاندې شوې وه. دا طرحه د کډوالو د غیرقانوني تګ راتګ د مخنیوي په موخه جوړه شوې، خو فرانسې د دې پلان پر وړاندې خپل اعتراض څرګند کړی دی.

د خبر د نور تفصیل لپاره دلته کلیک کړئ
خبر شریک کړئ