واشنګټن — د هند وزیراعظم نریندرا مودي او د یورپي کمشن مشرې اورسلا وون ډیرلېین د جمعې په ورځ په نوي ډیلي کې د خبرو اترو وروسته اعلان وکړ چې هند او یورپي اتحاد پر دې توافق کړی چې د روان کال تر پای پورې د ازاد تجارت تړون بشپړ کړي.
د هند او یورپي اتحاد تر منځ د کلونو راهیسې روانو خبرو اترو ته په پام سره، څېړونکي وايي چې دا تړون د ډېرې اړتیا وړ دی، ځکه چې د امریکې د صدر ډنلډ ټرمپ د محصولاتو ګواښ د نورو هیوادونو هڅوي چې له امریکې بهر بازارونو ته لاړ شي. وون ډیرلېن د یورپي اتحاد د هیوادونو له مشرانو سره نوي ډیلي ته سفر کړی او د هند له وزیراعظم سره تر خبرو اترو وروسته یې هند ته د "همخیال ملګري" لقب ورکړ. هغې وویل: "موږ خپلو ټیمونو ته دنده سپارلې ده چې د ازادې سوداګرۍ تړون ته د حتمي شکل ورکولو لپاره په دې رفتار باندې کار وکړي".
دواړو خواوو د دفاع او امنیتي همکاریو د زیاتولو په اړه هم بحث وکړ. وزیراعظم مودي وویل چې دوی د تجارت، ټیکنالوجۍ، پانګونې او امنیت په برخو کې د همکارۍ لپاره یوه طرحه تیاره کړې ده. وون ډیرلېن هم وویل چې یورپي اتحاد او هند د دې پیړۍ له مهمو شراکت داریو څخه یوه وړتیا لري او دا وخت دی چې سټرېټیجیک ملګرتیاوې لا پیاوړې شي.
هغې زیاته کړه: "د یورپي اتحاد او هند ترمنځ د ازاد تجارت تړون به په نړۍ کې د دې ډول تر ټولو لویه معاهده وي". صدر ټرمپ ویلي چې هغه به له یورپي اتحاده په درآمداتو باندې 25 فیصده ګمرکي محصولات ولګوي، چې دا به د هند برآمداتو باندې اغېز ولري.
یورپي اتحاد د هند تر ټولو لوی تجارتي شریک دی، چې په 2023-24 کې یې دوه اړخیز تجارت تر 130 ارب ډالرو زیات دی. د هند او یورپي اتحاد تر منځ خبرې اترې له څو کلونو راهیسې روانې دي، خو په 2021م کال کې تر بیا پیل کېدو مخکې اته کاله درېدلې وې. هند د ارزانه دارو درملو او کیمیاوي موادو لپاره د یورپي اتحاد هېوادونو ته د رسایي غوښتنه لري.
سرچینه: VoA Deewa Radio Asia