د ملل متحد د بشري مرستو هماهنګي دفتر ویلي چې که څه هم په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی، خو خلک لا هم د فقر، ګرسنگۍ او د راتلونکي د نشتوالي له امله رنځ وړي.

د دې ادارې په وینا، په ځانګړې توګه د ماشومانو ترمنځ د تغذیې خرابوالی د خطر کچې ته رسېدلی دی. دا وضعیت د خلکو د ژوند د معیار په ټیټېدو او د بشري حقونو د سرغړونو لامل ګرځي.

د ملل متحد د بشري مرستو هماهنګي دفتر د دې موضوع په اړه د نړیوالې ټولنې پام راجلبوي او غوښتنه کوي چې د افغانستان د خلکو د مرستې لپاره لا زیاتې هڅې وشي.

سرچینه: دويچه-وله-دری

خبر شریک کړئ