د طالبانو د حاکمیت پنځم کال په درشل کې، ملګري ملتونه وايي چې د دې سازمان په غړو هېوادونو کې د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره هېڅ بحث یا پروسه شتون نلري.

فرحان حق، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند، د سې شنبې په ورځ "۱۳ اسد" په یوه خبري غونډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په اوسني وخت کې د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره د غړو هېوادونو تر منځ هېڅ تحرک نه لیدل کېږي. هغه زیاته کړه چې د حکومتونو د رسمیت پېژندنې پریکړه د غړو هېوادونو صلاحیت دی او تر اوسه پورې په دې برخه کې کوم مشخص پروسه یا نوښت نشته.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې، یوازې روسیې د طالبانو حکومت رسمیت پېژندلی دی. ملګري ملتونه هم د طالبانو په اړه د "دفاکتو مقاماتو" اصطلاح کاروي.

د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه او نړیوالې ادارې څو ځله څرګنده کړې چې د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنه د یوه پراخ حکومت د جوړېدو، د بشر د حقونو د رعایت، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو، او د تروریزم پر ضد د مؤثرو اقداماتو سره مشروطه ده.

د طالبانو د واکمنېدو راهیسې، د افغانستان د کرسی مسله د دیپلوماتیکو موضوعاتو له مهمو برخو څخه پاتې شوې ده. طالبانو د ملګرو ملتونو نه غوښتنه کړې چې سهیل شاهین د افغانستان رسمي استازی وپېژني، خو تر اوسه پورې دغه غوښتنه نه ده منل شوې او د افغانستان کرسی لا هم د نصیر احمد فایق په اختیار کې ده.

نصرالله ستانکزی، د سیاسي چارو پوه، د رادیو آزادی سره په خبرو کې وویل چې د طالبانو د پالیسیو په نظر کې نیولو سره، د نورو هېوادونو لخوا د دوی حکومت د رسمیت پېژندل د نږدې راتلونکي لپاره امکان نلري. هغه وویل: "طالبان د بین المللي قوانینو رعایت نه کوي چې د یوه حکومت د رسمیت لپاره اړین دي. د مشروعیت لپاره اړین قانون اساسي او حقوقي نظام نه لري."

په ورته وخت کې، افغانستان د ملګرو ملتونو د کلني حق عضویت نه ورکولو له امله، نږدې پنځه کاله د دې سازمان په عمومي غونډه کې د رایې حق نه لري. افغانستان هر کال شاوخوا ۲۰۰ زره ډالره د ملګرو ملتونو حق عضویت ورکوي، خو له ۲۰۲۱ کال وروسته دغه پیسې نه دي ورکړل شوې او اوس د دې هېواد پور له ۹۰۰ زرو ډالرو زیات شوی دی. د طالبانو د واکمنېدو له نږدې پنځه کلونو وروسته، دوی لا هم د نړیوالې سطحې په کچه د پراخې مشروعیت ترلاسه کولو کې پاتې راغلي دي.