د طالبانو حکومت د ۶۵ زره عودت کوونکو کورنیو لپاره د استوګنې ځمکې توزیع کولو خبر ورکړی دی.
د طالبانو د ښار جوړونې او مسکن وزارت وایي چې تر اوسه پورې د ۶۵ زره او ۱۵۴ عودت کوونکو کورنیو لپاره په ټول افغانستان کې د استوګنې ځمکې توزیع شوې دي. دغه وزارت زیاتوي چې د عودت کوونکو کورنیو لپاره د استوګنې ځمکو توزیع به لا هم دوام ولري.
په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو سازمان وایي چې د ۲۰۲۳ کال له پای څخه تر اوسه پورې نږدې ۶ میلیونه افغانان له ګاونډیو هیوادونو، په ځانګړې توګه پاکستان او ایران، افغانستان ته راستون شوي دي. ځینې عودت کوونکي چې له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي، د آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وایي چې بشري مرستو، په ځانګړې توګه د سرپنا په برخه کې، لاسرسی نه لري او د طالبانو په واکمنۍ کې د جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
سرچینه: Azadi Radio افغانستان