واشنګټن ډي سي — د امریکا صدر دانلډ ټرمپ د زیارت/ پنجشنبې په ورځ اروپايي اتحاد ته خبرداری ورکړ چې که دوی په امریکايي شرابو (وسکي) ۵۰ فیصده تعرفه ولګوي، نو په ځواب کې به په اروپايي هیوادونو کې تولیدېدونکو شرابو لکه واېن او شېمپېن ۲۰۰ فیصده تعرفه ولګوي.

صدر ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشل کې ویلي چې اروپايي اتحاد د نړۍ تر ټولو ناوړه او دښمنه مالیه لرونکي چارواکي لري. هغه زیاته کړې چې د اروپايي ټولنې د جوړېدو یواځینی هدف د امریکا نه اقتصادي ګټې ترلاسه کول و.

کله چې یوه خبریال له ټرمپ څخه په واېټ هاوس کې پوښتنه وکړه چې آیا هغه به د امریکا اتحادیانو پر ضد د لوړو محصولاتو د ګواښ په اړه څه وکړي، نو ټرمپ په ځواب کې وویل: "مونږ د کلونو راهسې لوټل شوي یو، او نور به څوک خپلو لوټلو ته پرې نه ږدو."

تیره میاشت، ټرمپ د امریکا لوې اقتصادي ملګرو هیوادونو لکه میکسیکو، کېنېډا، چین او اروپايي اتحاد پر ضد د محصولاتو جګړه پیل کړه. د هغه په وینا، هدف یې د نشه توکو، په ځانګړي توګه د فېنټلینو، د قاچاق مخنیوی او د تولیدونکو هڅول دي چې امریکا ته راشي.

د شورو/ چهارشنبې په ورځ، ټرمپ د اروپايي اتحاد په ګډون د ۳۵ هیوادونو نه امریکا ته د فولادو او اېلومینیم په صادراتو ۲۵ فیصده تعرفه ولګوله. اروپا هم په ځواب کې د امریکايي صادراتو پر ۲۸ بېلینه ډالرو تعرفه اعلان کړه. د دې اقداماتو له امله به د فولادو او اېلومینیم ترڅنګ، په نورو برخو کې هم اغیزه ولري.

د ټرمپ د دې تګلارې له امله د امریکا سټاک مارکېټونه هم غورځېدلي دي.

د خبر د نور تفصیل لپاره دلته کلیک کړئ