د نړیوالې روغتیا سازمان په وینا، د زېږیدو لومړۍ ساعت د ماشوم د ژوند لپاره یوه مهمه دوره ده. دغه سازمان وایي چې د زېږیدو په لومړۍ ساعت کې نوزاد ته د شیدو ورکول د هغه د معافیت سیستم پیاوړی کوي او د ژوند د پاتې کیدو چانس زیاتوي، په ځانګړي توګه که نوزاد مخکې له وخت زېږیدلی وي.
د نړیوالې روغتیا سازمان په دې مناسبت ټینګار کوي چې په دې اوونۍ کې باید په ټول افغانستان کې د مېرمنو او د هر ماشوم د حقونو لپاره چې د خپلې مور شیدو څخه ګټه واخلي، ملاتړ او ساتنه وشي. هر کال د اګست میاشتې لومړۍ اوونۍ د نړیوالې شیدو تغذیې اوونۍ په توګه نمانځل کیږي.
د دې اوونۍ هدف د شیدو د حیاتي نقش په اړه د عامه پوهاوي زیاتول دي، چې د نوزادانو او ماشومانو په وده، روغتیا او بقا کې مهم دی. سره له دې، د ملګرو ملتونو د ادارو له مخې، لا هم په افغانستان کې میلیونونه مېرمنې او ماشومان د تغذیې له کمښت سره مخ دي.