د دایکندي محلي سرچینې وایي چې درې نوجوانان چې عمرونه یې د ۱۶ څخه تر ۱۸ کلونو پورې و، د دې ولایت په مرکز کې د اوبو لوبې پر مهال غرق شوي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

سرچینې زیاتوي چې دغه پېښه نن د چهارشنبې په ورځ (۱۴ اسد) د «رباط پای دشت نیلي» په کلي کې د «لزیر» په رودخانه کې رامنځته شوې ده.

د سرچینو په وینا، دغه نوجوانان د دایکندي د شهرستان د «څلوراسپان» کلي اوسیدونکي و، او د دوی مړي د سیمې د خلکو لخوا له اوبو څخه را ایستل شوي دي.

محلي چارواکي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. په روان کال کې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د اوبو لوبو پر مهال د ځوانانو او نوجوانانو د غرقېدو څو پېښې راپور شوې دي.

د غفلت او د اوبو لویو کانالونو او رودونو ته نږدې د بیړني مرستې د وسایلو نشتوالی د دې پېښو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کیږي.