واشنګټن — د مارچ اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر «یوناما» له طالبانو څخه غوښتنه کړې چې هغه بندیزونه دې له منځه یوسي چې افغان ښځې او نجونې له خپلو اساسي انساني حقونو محروموي.

یوناما د شنبې- خالي په ورځ په یوه بیان کې د ملګرو ملتونو پر غړو هیوادونو هم ټینګار کړی چې د افغان مېرمنو د غږونو د پیاوړتیا، د دوی د مبارزې، مشرتابه او راتلونکو هلو ځلو ملاتړ وکړي.

د مارچ اتمه په ټوله نړۍ کې د ښځو د حقونو د ملاتړ د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي. سږ کال دا ورځ د "حقونه، برابري او ځواکمنتیا - د ټولو ښځو او نجونو لپاره" تر سرلیک لاندې نمانځل کیږي. یوناما په خپل بیان کې ویلي چې د سږ کال د نجونو د نړیوالې ورځې سرلیک ځکه مهم دی چې افغان ښځې او نجونې له زدکړو، کار او عامه ژوند څخه په منظم ډول ګوښه شوي دي.

یوناما په بیان کې ویلي، "دا بندیزونه نه یوازې د بشري حقونو سرغړونه ده، بلکې د افغانستان د پرمختګ مخه هم نیسي او د میلیونونو خلکو لپاره بېوزلي زیاتوي." د ملګرو ملتونو د عمومي مشر ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا ویلي، افغان مېرمنې د خپلو ټولنو مشري، جوړښت او ملاتړ ته دوام ورکوي.

مېرمن اوتنبایوا زیاته کړې، "د زدکړې او کار د حقونو بیرته ترلاسه کول به د دوی ژوند او د افغانستان راتلونکی ته ګټه ورسوي." د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې- خالي په ورځ ویلي، چې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت له مخې ورکړل شوي او د طالبانو حکومت د دې حقونو په ورکولو کې مسؤل دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا عالي کمیشنر ولکر ټرک د مارچ په درېیمه د شورا غونډې ته ویلي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو سره توپیري چلند د طالبانو د حکومت په ملاتړ دی. په تېرو درې کلونو کې، طالبانو نجونې له تعلیمه منع کړې او ښځې یې په سرکاري او غیرسرکاري ادارو کې له کار کولو منع کړي دي.

سرچینه: VoA Deewa Radio Asia

خبر شریک کړئ