پاکستاني رسنۍ راپور ورکوي چې د پیښور سترې محکمې د یو افغان پخواني جنرال او دوه خبریالانو د ډیپورت مخه نیولې ده.
یادې محکمې د ایالت کورنیو چارو وزارت ته حکم کړی چې د جنرال نوید احمد عمري، سید انعام الله صالحي او سید منیر احمد هدف د پاتې کیدو په اړه په دوه میاشتو کې تصمیم ونیسي.
پاکستان ټوډې ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې یادو کسانو په خپلو عریضو کې د پاکستان کې د دوه میاشتو د پاتې کیدو غوښتنه کړې، ځکه چې دوی ادعا کړې چې په افغانستان کې د دوی ژوند ته خطر متوجه دی.
پاکستان د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر میاشتې راهیسې د «غیرقانوني بهرنیانو د بېرته ستنولو پلان» په چوکاټ کې د افغان کډوالو د ایستلو پروسه پیل کړې، چې تر اوسه شاوخوا ۲.۶۶ میلیونه افغانان افغانستان ته ستانه کړي دي.