ترکیې رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد د هوايي ځواک په تاریخ کې یوه ښځه د جنرالۍ مقام ته پورته شوې ده.
د «صباح» ورځپاڼې د راپور له مخې، اوزلم کاراپینار د ترکیې د عالي پوځي شورا له فیصلې او د ولسمشر رجب طیب اردوغان له تایید وروسته، د ډګروالۍ له رتبې څخه د برید جنرالۍ رتبې ته لوړه شوې ده.
نوموړې د کلونو په اوږدو کې د ترکیې په هوايي ځواک کې د ارکانو افسره وه او په مختلفو څانګو او قوماندانۍ کې یې مهمې دندې ترسره کړې دي. د اوزلم کاراپینار پوځي ژوند د ښوونځي له فراغت وروسته پیل شو.
که څه هم هغه د ایجه پوهنتون د طب پوهنځي ته بریالۍ شوې وه، خو وروسته د ترکیې د هوايي ځواک له اکاډمۍ څخه د شاملېدو بلنه ترلاسه کړه او پرېکړه یې وکړه چې د طب پر ځای د هوايي چلند او پوځي خدمت لاره خپله کړي. دې پرېکړې هغه د ترکیې د هوايي ځواک په تاریخ کې د لومړۍ ښځینه جنرال په توګه ثبت کړه.
سرچینه: روزنامه اطلاعات روز پښتو