د سیاسي او امنیتي چارو کارپوه فهیم سادات څرګندوي چې د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو وروسته، د افغانستان هوایي حریم نور هم د خطر سره مخ دی.

هغه زیاتوي چې هر هیواد چې بې پیلوټه الوتکې لري، کولی شي په افغانستان کې مشخص اهداف په نښه کړي. سادات د دې موضوع په اړه خبرداری ورکوي چې د امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله، افغانستان د نړیوالو تهدیداتو سره مخ دی او د دې لپاره باید جدي تدابیر ونیول شي.