د افغانستان او ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنۍ لوبلړۍ لومړۍ لوبه چې نن ترسره کېدونکې وه، د باران د دوامداره ورښت له امله لغوه شوه.

د افغانستان کرېکټ بورډ په خپله فېسبوک پاڼه کې نن (چهارشنبه، ۱۴ د زمري) خبر ورکړی، چې دغه لوبه د ایرلنډ په کوربتوب په برېډي لوبغالي کې پلان شوې وه، خو د باران له امله بې پایلې پاتې شوه او دواړو لوبډلو ته یو-یو نمره ورکړل شوه.

بورډ زیاته کړې، چې د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د لوبلړۍ دویمه لوبه به د راتلوونکې جمعې په ورځ، د اګست پر ۷مه، ترسره شي. درېیمه لوبه به د اګست پر ۱۰مه، څلورمه لوبه د اګست پر ۱۲مه او وروستۍ لوبه د اګست پر ۱۵مه نېټه ترسره شي.

د خبر د نور تفصیل لپاره دلته کلیک کړئ
خبر شریک کړئ