واشنګټن (وي او اې) — د نړۍ د اوو مخکښو جمهوریتونو د ډلې یا جي7 اعلی سفارتکارانو د جمعې په ورځ له روس څخه غوښتنه وکړه چې د اوکراین سره په روانه جګړه کې د امریکې وړاندیز شوې ډزبندي ومني، که نه نو له نورو بندیزونو سره به مخ شي.

سفارتکارانو په کېنېډا کې د خبرو وروسته په یوه ګډ بیان کې وویل، "موږ له روسه غوښتنه کوو چې د برابرۍ په شرطونو ډزبندۍ ته غاړه کښېږدي او په بشپړ ډول یې عملي کړي". بیان زیاتوي، "که پر دې ډزبندۍ باندې توافق ونه شي، نو موږ به پر روس نور لګښتونه ولګوو، چې په کې نور بندیزونه، د تېلو د بیو کمول، او له اوکراین سره اضافي ملاتړ شامل دي".

د کېنېډا د بهرنیو چارو وزیرې میلاني جولي وویل، "د جي7 ټول خارجه وزیران د امریکې د جنګ بندۍ له وړاندیز سره متفق دي، چې اوکراینیانو یې ملاتړ کړی دی". هغې زیاته کړه، "اوس ټول پام د روس جواب ته دی".

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لېمي وویل، "یووالی شته چې اوس له شرط پرته د ډزبندۍ وخت دی. اوکراین خپل دریځ روښانه کړی دی. اوس دا په روس پورې اړه لري چې ویې مني".

د G7 ګډ بیان په داسې وخت خپور شو چې کریملین وویل، له اوکراین سره د ډزبندۍ د تړون لپاره ډېر څه باید تر سره شي، او دا څرګندوي چې ماسکو د امریکې د وړاندیز په بشپړ تایید کې لا هم زړه نا زړه دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د پوټین جواب رد کړ او ویې ویل چې هغه "په قصدي ډول" داسې شرطونه ږدي چې د سولې بهیر لا پېچلی کوي. زلنسکي وویل، "د 30 یوه غیرمشروط لنډمهاله جنګ بندي لومړی مهم ګام دی چې موږ د منصفانه او تلپاتې سولې ته نزدې کوي".

سرچینه: VoA Deewa Radio World

خبر شریک کړئ