د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزیر عبدالباري جهاني په یوه سر خلاصي لیک کې طالبانو ته خبرداری ورکړی دی چې د خلکو نارضایتي، عامه لوږه، بېکاري او د نړیوالې ټولنې له خوا سیاسي تجرید د دوی د سقوط او زوال لامل کیدی شي.
جهاني په دې لیک کې څرګنده کړې چې د خلکو د مشکلاتو او نارضایتي په اړه د طالبانو غفلت د دې سبب کیږي چې هېواد په یوه خطرناک حالت کې راښکته شي. هغه د طالبانو د رهبرۍ په وړاندې د دې مسایلو د حل لپاره د اقدام غوښتنه کړې ده.
د جهاني په وینا، د خلکو د ژوند شرایط ورځ تر بلې خرابېږي او که طالبان د دې مسایلو په حل کې جدي ګامونه وانخلي، نو د دوی حکومت به د دوام په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ شي. د هغه په خبره، د خلکو د اړتیاوو او غوښتنو ته نه پاملرنه د طالبانو لپاره د خطر زنګ دی چې باید په جدي توګه ورته پام وشي.
سرچینه: VoA Pashto NEWS