ترکیه وروسته له دې چې یوه بې پیلوټه الوتکه د دې هېواد یوه بار وړونکې کښتۍ ته په روسیې کې د نووراسییسک بندر په نږدې کې حمله وکړه، مسکو او کییف ته غوښتنه وکړه چې د بحیره سیاه د کشتیراني امنیت تضمین کړي.

په دې حمله کې درې تنه د کښتۍ عمله په جدي توګه ټپیان شوي دي. ترکیه د دې پیښې په اړه د دواړو هېوادونو نه د امنیت د تضمین غوښتنه کوي، تر څو د بحیره سیاه د کشتیراني فعالیتونه خوندي وساتي.