د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر (اوچا) وایي چې افغانستان سره له دې چې د امنیت وضعیت ښه شوی، لا هم له جدي اقتصادي او بشري چالشونو سره مخ دی. په دې هېواد کې میلیونونه خلک د لوږې، سوءتغذیې، فقر او د سیلابونو او زلزلو له امله رامنځته شویو آفتونو سره لاس او ګریوان دي.
اوچا زیاتوي چې د بشري حقونو د خوندیتوب پرته، یوازې د امنیت ټینګښت د افغانستان د ستونزو حل نه شي کولی. د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره باید د اقتصادي پرمختګ او د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره جدي هڅې وشي.
د ملګرو ملتونو دا دفتر د افغانستان د بشري وضعیت د ښه کولو لپاره نړیوالې ټولنې ته د مرستې غوښتنه کوي او ټینګار کوي چې د بشري حقونو خوندیتوب باید د هر ډول امنیتي تدابیرو یوه برخه وي.
سرچینه: VoA Dari