د کانتیننتال فوتسال جام به د افغانستان د ملي فوتسال ټیم په ګډون د شنبې په ورځ، د اګست په لومړۍ نېټه پیل شي.
په دې جام کې د افغانستان د ملي فوتسال ټیم ترڅنګ، د روسیې، ویتنام، نیوزیلند او تایلند ټیمونه هم ګډون لري. د افغانستان ټیم د دې جام لپاره تېر ورځ تایلند ته لاړ.
د افغانستان د ملي فوتسال ټیم لومړۍ لوبه د اګست په دویمه نېټه د کوربه ټیم تایلند سره پلان شوې ده. د کانتیننتال فوتسال جام به تر شپاړسمې نېټې پورې دوام وکړي.