پېښور — تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر ضد د "الخندق" په نوم د پسرلنۍ جګړې یا عملیاتو د پیل اعلان کړی دی. د دې ډلې لخوا د جمعې په شپه په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د دوی روزل شوي جنګیالي به د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر ضد مختلف ډولونه بریدونه ترسره کړي، چې پکې هدفي بریدونه، چریکي حملې، ځانمرګي بریدونه او سنایپر بریدونه شامل دي.

ټي ټي پي د دې اعلان سره سم، د تېرې یوې مودې راهیسې پاکستان کې بیلتون پاله بلوڅ وسله والو ډلو او داعش خراسان هم د خپلو بریدونو لړۍ چټک کړې ده. د وسله والو بریدونو له امله تر اوسه د سوونو پاکستاني عسکر او عام خلک وژل شوي دي. تحریک طالبان پاکستان له تېرو دوو لسیزو راهیسې د پاکستان د امنیتي ادارو پر ضد جګړه پر مخ وړي او د شرعي نظام نافذول یې هدف بللی دی.

د "الخندق عملیاتو" لپاره، ټي ټي پي په مرکزي او سیمه‌ییزه کچه ځانګړي ګروپونه جوړ کړي، چې د ګوریلا جګړې او عصري وسلو کارونې په مهارتونو سمبال دي. دوی ویلي چې د پاکستاني امنیتي ادارو، د هغوی همکارانو، اډو، قرارګاوو او پوستو پر ضد به مختلف ډولونه بریدونه ترسره کړي.

د پاکستان د پوځ د تازه شمیرو له مخې، یوازې د 2024م کال له پیل راهیسې 563 پاکستاني پوځیان په ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي دي. د فبرورۍ په 14مه، د پاکستان د پوځ ویاند لیفټننټ جنرال احمد شریف چودري وویل چې تېرکال او روان کال کې شاوخوا 1250 ترهګر هم په پوځي عملیاتو کې وژل شوي دي. د پوځ ویاند د ترهګرۍ د زیاتېدو یوه وجه د افغانستان په خاوره کې د ټي ټي پي مرکزونه بللي دي، حال دا چې ټي ټي پي د دې ادعاوې ردوي او وایي چې دوی خپله جګړه د پاکستان له خاورې پرمخ وړي.

د خبر د نور تفصیل لپاره دلته کلیک کړئ
خبر شریک کړئ