د افغانستان د طالبانو حکومت درې لوړپوړي چارواکو د اګست په ۳مه د ملډاویا له پلازمینې کیشینیو څخه لیدنه وکړه، چې له پراخو سیاسي نیوکو سره مخ شوې ده. طالبانو څرګنده کړې چې دغه سفر د کرنې په برخه کې د تخنیکي او عملي همکاریو د پراخېدو لپاره ترسره شوی او هڅه یې کړې چې دغه سفر رسمي بڼه ورکړي.

د طالبانو اړوندو رسنیو د دې سفر په اړه پرله‌پسې راپورونه خپاره کړي، خو د ازادي راډیو د ملډاویا څانګې د راپور له مخې، د ملډاویا حکومت ویلي چې دغه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او له پلاوي سره هېڅ رسمي لیدنې کتنې نه دي پلان شوي.

د ملډاویا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د پلاوي غړو ته ویزې ورکړل شوې، ځکه چې هغوی د نړیوالو بندیزونو په لېست کې نه و شامل، خو دا د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو معنا نه لري. د راپورونو له مخې، د دې درې کسیز پلاوي مشري د کرنې مرستیال وزیر صدر اعظم عثماني کوله.

د ملډاویا صدراعظم د دې پېښې په اړه ویلي چې دا یوه "شرموونکې او د نه منلو وړ" اداري تېروتنه وه او د ویزو د ورکړې په اړه یې د پلټنې امر کړی دی. د طالبانو د بیا واکمنۍ پنځه کاله پوره کیږي، په دې موده کې یوازینی هېواد چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی، روسیه ده، چې په ۲۰۲۵ کال کې یې دا کار کړی.

د خبر د نور تفصیل لپاره دلته کلیک کړئ
خبر شریک کړئ