د طالبانو د بیا واکمنۍ پنځم کال نږدې دی، ملګري ملتونه وايي چې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه د غړو هېوادونو ترمنځ هېڅ ډول بحث یا پروسه نه شته.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال، فرحان حق، د سې‌شنبې په ورځ د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې تر اوسه د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره هېڅ ډول اقدام نه دی شوی. هغه زیاته کړه چې د حکومتونو رسمیت پېژندل د غړو هېوادونو صلاحیت دی او په دې اړه هېڅ مشخص نوښت شتون نه لري.

له ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې راهیسې، چې طالبان افغانستان کې واک ته راستانه شول، یوازې روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی دی. ملګري ملتونه طالبان د «ډي فاکټو افیشیلز» په توګه یادوي.

د ملګرو ملتونو ګڼو غړو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو څو ځله ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت هر ډول رسمیت پېژندنه به د پراخ‌بنسټه حکومت جوړولو، د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو درناوي او د ترهګرۍ پر ضد د اغېزمنو اقداماتو پورې تړلې وي.

د افغانستان د څوکۍ برخلیک د طالبانو له واک ته راتلو وروسته له مهمو ډیپلوماتیکو موضوعاتو څخه دی. طالبانو غوښتنه کړې چې د دوی مشر غړی سهیل شاهین د افغانستان د رسمي استازي په توګه ومنل شي، خو ملګري ملتونه تر اوسه دا غوښتنه نه ده منلې.

سیاسي شنونکي نصرالله ستانکزي وايي، د طالبانو اوسني پالیسۍ د دې لامل شوې چې نور هېوادونه په نږدې راتلونکي کې د دوی حکومت په رسمیت ونه پېژني. هغه زیاتوي چې طالبان د نړیوالو معیارونو مراعات نه کوي او تر هغو چې پر خپل اوسني دریځ پاتې وي، د رسمیت پېژندنې چانس نه لري.

افغانستان د ملګرو ملتونو د غړیتوب د کلني فیس د نه‌ورکولو له امله پنځه کاله کېږي چې د دې سازمان په عمومي اسامبله کې د رأی ورکولو حق نه لري. په دې موده کې، افغانستان له ملګرو ملتونو نهه لکه ډالر پوروړی دی. د طالبانو د واکمنۍ سره سره، دوی لا هم د پراخ نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو کې ناکام پاتې شوي دي.