پېښور — چارواکي وایي چې د پېښور په ارمړو سیمه کې د دیني عالم مفتي منیر شاکر په جومات کې یوه بمي چاودنه رامنځته شوې، چې له امله یې مفتي شاکر وژل شوی دی. د پېښور د لیډي ریډنګ هسپتال ویاند محمد عاصم وویل چې مفتي شاکر په سخت حالت کې هسپتال ته راوړل شوی و، خو د هغه مړینه تایید شوه او جسد به یې خپلوانو ته وسپارل شي.
د پېښور پولیسو یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل چې دا چاودنه د خالي په ورځ د مازیګر په وخت د ارمړو په شګې قلعه کې د مفتي منیر شاکر د جومات په دروازه کې شوې ده. په دې پېښه کې څلور کسان ژوبل شوي، چې مفتي شاکر هم په کې شامل و. د پېښې له ځایه پولیس او د بمونو شنډونکې ډلې د ثبوتونو راټولولو لپاره حاضر شوي.
مفتي منیر شاکر او درې نور ژوبل کسان سمدستي هسپتال ته انتقال شوي، چې د نورو زخمیانو نومونه خوشحال، عابد او سید نبي دي. د دوی د علاج پروسه روانه ده. تر اوسه پورې د دې پېښې ذمه واري نه ده منل شوې.
په دې وروستیو کې د خېبر پښتونخوا په مختلفو سیمو کې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې بریدونو سربیره، په جوماتونو کې د بمي چاودنو او ځانمرګي بریدونو لړۍ هم پیل شوې ده. یوه ورځ مخکې د جمعې په ورځ د جنوبي وزیرستان په اعظم ورسک سیمه کې هم یوه بمي چاودنه شوې وه، چې په کې د جمعیت علماء اسلام (ف) د ضلعي امیر عبدالله ندیم په ګډون څلور کسان ژوبل شوي و. د مارچ په لومړۍ نېټه هم د نوښار د دارالعلوم حقانیه په جومات کې د جمعې د نمونځ وروسته یو ځانمرګي برید شوی و، چې په کې نهه کسان وژل شوي او تر ۲۰ زیات نور ژوبل شوي و.